مقامی ۲۲ اگست ۲۰۲۶

په بلوچستان کې ناامني د اندېښنې وړ ده، د ولس له خپلو سیمو د شړلو هڅه نه منو، عوامي نېشنل ګوند

کوټه(وېب نیوز) د عوامي نېشنل ګوند په صوبايي بیان کې د زیارت د سنجاوي په تحصیل کې پر بند او پولیسو تاڼو د بمي چاودنو، له تاڼو څخه د پولیسو د پرسونل د بېرته ایستلو او بې وسلې ساتلو، په هرنايي ضلع کې د تښتول شوي ځوان د مسخ شوي مړي د موندل کېدو او د پښین د سرانان په تحصیل کې د پولیسو د تاڼې د چاودنې له لارې د ویجاړولو پېښې په سختو ټکو غندل شوې او ویل شوي چې په بلوچستان کې د امن و امان خرابېدونکی وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی او ریاست او حکومت باید یوازې تر بیانونو او رسمي اقداماتو محدود پاتې نه شي، بلکې د ترهګرۍ پر ضد اغېزمن اقدامات وکړي، په بیان کې ویل شوي چې ترهګري که د هر تنظیم، ډلې یا فرد له خوا وي، په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده، په سنجاوي، زیارت، هرنايي او پښین کې پېښو د ولس په منځ کې وېره او اضطراب پیدا کړی، د روانې ناامنۍ له امله داسې حالت رامنځته کېږي چې ځايي خلک له خپلو پلرنیو سیمو څخه کډوالۍ ته اړ شي، که خلک د وېرې او ترهې له لارې له خپلو سیمو څخه د شړلو هڅې کېږي نو دا یو ډېر خطرناک او د منلو وړ نه عمل دی، د ملي لویو لارو، بازارونو، سوداګریزو مرکزونو، سرکاري تاسیساتو او ولسي سیمو ساتنه د ریاست او قانون نافذوونکو ادارو لومړنی مسؤلیت دی، عوامي نېشنل ګوند غوښتنه کړې چې د ترهګرۍ د ټولو پېښو شفافې پلټنې وشي، مسؤل کسان او د هغوی سهولت کاران قانون ته وسپارل شي او د ولس د سر او مال د ساتنې او د ناامنۍ د دایمي مخنیوي لپاره روښانه، اغېزمنه او دوامداره تګلاره عملي شي.