کوټه (وېب ډیسک): د بلوچستان اعلیٰ وزیر میر سرفراز بګټي په مستونګ، مچ، خضدار او پنجګور کې د ترهګرو پر ضد د بریالیو عملیاتو په اړه خوښي څرګنده کړې او امنیتي ځواکونو ته یې د هغوی د بریالیتوبونو له امله سلام وړاندې کړی دی. هغه وویل چې په بلوچستان کې د ۳۷ ترهګرو له منځه وړل یوه ستره بریا ده او د امنیتي ځواکونو مسلکي وړتیا، زړورتیا او پر وخت اقدامات د ستاینې وړ دي. د بلوچستان اعلیٰ وزیر وویل چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د امنیتي ځواکونو او قانون پلي کوونکو ادارو قربانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د ملت د کلک هوډ څرګندونه کوي، او د ترهګرو شبکو پر ضد عملیاتو د امن دښمنو عناصرو وړتیاوو ته د پام وړ زیان رسولی دی. سرفراز بګټي وویل چې د هند په ملاتړ د بلوچستان امن ته د زیان رسولو هره هڅه به ناکامه کړل شي او ترهګرو عناصرو ته به اجازه ورنه کړل شي چې د بلوچستان د خلکو په ژوند او پرمختیايي بهیر کې خنډونه رامنځته کړي. هغه زیاته کړه چې د ترهګرۍ تر بشپړ ختمېدو پورې به د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات او نور اغېزمن اقدامات روان وي، په بلوچستان کې تلپاتې سوله د صوبايي حکومت له لومړیتوبونو څخه ده او دولتي ادارې به د ولس په مرسته د ترهګرۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.
