مقامی ۲۲ اگست ۲۰۲۶

کوټه او د بلوچستان په نورو سیمو کې د جمعې لمانځه او امام بارګاهونو امنیت سخت کړل شو

کوټه(وېب نیوز) په کوټه او د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د جمعې د لمانځه پر مهال د هر ډول ناخوښې پېښې د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر سخت کړل شوي وو. د جوماتونو او امام بارګاهونو دننه او بهر امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي وو او لمونځ کوونکو ته د ننوتلو پر مهال کلکې پلټنې ترسره کېدې. د ښار په مهمو څلورلارو او حساسو سیمو کې هم امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي وو، په داسې حال کې چې کوټې ته د ننوتونکو موټرو پلټنې هم سختې شوې وې او پر مشکوکو کسانو ځانګړې څارنه روانه وه. د جمعې د لمانځه پر مهال علماوو د هېواد د ثبات، د ترهګرۍ د ختمولو او د اسلامي امت د بریا لپاره ځانګړې دعاوې وکړې. د جمعې په خطبو کې پر ولس ټینګار وشو چې خپل اختلافات پای ته ورسوي او د هغو عناصرو پر وړاندې متحد شي چې غواړي هېواد کمزوری کړي. علماوو وویل چې اسلام د انسانیت، سولې او ورورولۍ دین دی او هغه کسان چې د اسلام په نوم ترهګري کوي، له اسلامي لارښوونو سره هېڅ تړاو نه لري. هغوی زیاته کړه چې هېواد د اسلام په نوم جوړ شوی او د هېواد د ثبات او بریا لپاره باید هر وګړی د شخصي ګټو ترڅنګ ملي ګټې هم په پام کې ونیسي.