کوټه(ویب نیوز) د تحریک لبیک پاکستان کوټې ډویژن تر سیوري لاندې په کوټه کې د میلاد النبي ﷺ د هرکلي او د ختم نبوت ﷺ د عقیدې د ساتنې په موخه ستره مظاهره وشوه چې پکې د تحریک کارکوونکو، ښاریانو، علماوو، مشایخو او د سیمې مخورو په پراخه کچه ګډون وکړ. مظاهره د سریاب روډ له میرګاهي خان چوک څخه پیل شوه او د ښار په بېلابېلو څلورلارو کې خلکو د ګلونو پاڼې شیندلو سره د مظاهرې له ګډونوالو تود هرکلی وکړ، په داسې حال کې چې د کوټې فضا د «لبیک یا رسول الله ﷺ» په ایماني شعارونو انګازو کړه. د مظاهرې مشري حاجي محمد ظریف رضوي، حاجي طارق محمود عباسي، علامه احمد رضا قمبراني، فهیم سلطاني، خلیفه میاں حضور ذوالفقار علي قادري طارقي، حافظ ابوبکر، قاري نور محمد او حسيني کوله، په داسې حال کې چې علامه شهزاد رضا عطاري، علامه شعیب قادري او علامه ذیشان قادري او ګڼو نورو علماوو او د رسول الله ﷺ مینهوالو هم ګډون او ویناوې وکړې. ویناوالو وویل چې د ربیع الاول میاشت د ټولې اسلامي نړۍ لپاره د خوښۍ، عقیدت او روحاني مسرت میاشت ده، ځکه په همدې مبارکه میاشت کې حضرت محمد مصطفی ﷺ نړۍ ته تشریف راوړی. هغوی وویل چې مسلمانان باید د دې مبارکې میاشتې هرکلی په عقیدت، درود او سلام، د رسول الله ﷺ په ذکر او د هغه د مبارک ژوند د لارښوونو د عملي کولو په هوډ وکړي. ویناوالو ټینګار وکړ چې د رسول الله ﷺ د حرمت او ناموس ساتنه او د ختم نبوت ﷺ د عقیدې تحفظ د هر مسلمان مهم دیني مسؤلیت دی او د امت د ایمان له بنسټونو څخه شمېرل کېږي. هغوی وویل چې د رسول الله ﷺ د عزت او ناموس د ساتنې لپاره به مسلمانان تل بیدار او متحد وي او د ختم نبوت ﷺ او ناموس رسالت ﷺ د دفاع په اړه هېڅ ډول غفلت یا کمزوري د منلو وړ نه ده. ویناوالو زیاته کړه چې عشق رسول ﷺ یوازې د یوې ډلې، تنظیم یا طبقې پورې محدود نه دی، بلکې د هر مسلمان د ایمان اساسي برخه ده او د ناموس رسالت ﷺ او ختم نبوت ﷺ په مسئله کې ټول دیني قشرونه باید متحد وي. هغوی وویل چې ربیع الاول یوازې د خوښۍ میاشت نه ده، بلکې د رسول اکرم ﷺ د سیرت د خپلولو، پر هغه ﷺ د زیات درود او سلام ویلو، د هغه د تعلیماتو د خپرولو او د مسلمانانو ترمنځ د یووالي او مینې د پیاوړتیا پیغام هم لري. د مظاهرې په پای کې د هېواد د سلامتیا، د اسلامي امت د یووالي، سولې او ثبات او د ناموس رسالت ﷺ د ساتنې لپاره ځانګړې دعا وشوه او ګډونوالو هوډ څرګند کړ چې د رسول اکرم ﷺ د بعثت او میلاد خوښۍ او د ختم نبوت ﷺ پیغام به تر خلکو رسوي او د عشق رسول ﷺ د پیغام د لا پیاوړتیا لپاره به خپلې هڅې جاري ساتي.
