کوټه (ویب نیوز) — د لوړپوړي خبریال او اینکر ظاهر خان ناصر د ورور عبدالله خان ناصر د مړینې له امله په کوټه کې د فاتحې مراسمو دویمه ورځ هم دوام درلود، چې په ترڅ کې یې د صوبايي کورنیو چارو وزیر میر ضیاءالله لانګو، مولانا محمد خان شیراني، میر عثمان بادیني، ملک نعیم خان بازئي، سید ظهور آغا، فیض کاکړ، ثناء بلوچ، مولانا عبدالقادر لوني او ګڼو سیاسي، قبایلي، ټولنیزو او ژورنالېستیکو شخصیتونو د ظاهر خان ناصر کور ته په ورتګ له نوموړي او د هغه له کورنۍ سره غمرازي وکړه او د مرحوم لپاره یې د بخښنې او لوړ مقام او د کورنۍ لپاره یې د صبر او زغم دعا وکړه.
