کوټه (ویب نیوز) په جامعۀ غوثیه رضویه انوار باهو، وحدت کالوني کوټه کې د ختم نبوت د سترې ساتنې په موخه یوه پرتمینه کنفرانس جوړه شوه، چې پکې د اتحاد اهل سنت بلوچستان مرکزي شورا غړي او د جامعۀ غوثیه رضویه مهتمم اعلیٰ، د تنظیم المدارس بلوچستان مشر علامه مفتي محمد جان قاسمي، د جماعت اهل سنت بلوچستان صوبایي مشر سید حبیب الله شاه چشتي، مولانا در محمد قادري، علامه قاري نور محمد حسيني، پیر سید علاءالدین چشتي، پیر سید عرفان شاه مشهدي، علامه در محمد حسيني، علامه عبدالخالق حسيني، علامه محمد شعیب قادري، حاجي محمد ظریف رضوي، مولانا ذوالفقار علي طارقي، قادري محمد ذیشان خان قادري، فهیم احمد رضوي، علامه ذیشان طارقي، ډاکټر عطاءالرسول قادري، علامه شمس الضحیٰ قادري، د پاکستان سني تحریک د لاړکاني ډویژن مشر او د اتحاد اهل سنت سندھ غړي انجینر عبدالغفار مینګل قادري، علامه محمد نعمان عطاري، علامه محمد عزیر صدیقي، محمد ګلزار فریدي، اشعر رسول چشتي، سهیل اشرف نقشبندي او ګڼ شمېر نورو علماوو، مشایخو او مخورو ګډون کړی و. په دې موقع ویناوالو وویل چې له ۱۹۵۳ کال څخه تر ۷ سپټمبر ۱۹۷۴م پورې د ناموس رسالت د ساتنې ستره مبارزه د بې شمېره قربانیو په تاریخ لیکل شوې او دا تاریخ هېڅکله نه شي هېرېدای. په دې ستر تحریک کې زرګونو کسانو د ناموس رسالت د ساتنې لپاره خپلې وینې تویې کړې او خپل ژوندونه یې قربان کړل. ویناوالو وویل چې دا کومه نوې مبارزه نه ده، بلکې تر شا یې اوږد تاریخ، بې شمېره قربانۍ او د اهل سنت د اکابرینو سترې هڅې موجودې دي. دوی زیاته کړه چې کله هم څوک د ۲۹۵-C قانون د ساتنې خبره کوي، نو واکمنان یې د ځورونې سره مخ کوي او پر ضد یې دروغجنې مقدمې جوړوي. موږ حکومت ته وایو چې دا قانون زموږ شخصي قانون نه دی، بلکې د اسلام له تعلیماتو سره تړاو لري او د دې عقیدې د ساتنې لپاره تر ټولو لومړی حضرت ابوبکر صدیق رضي الله تعالی عنه توره پورته کړې وه. ویناوالو ټینګار وکړ چې د ناموس رسالت ساتنه زموږ د ایمان برخه ده او په دې اړه هېڅ ډول جوړجاړی نه شي کېدای. دوی وویل چې لکه څنګه چې پر موږ پنځه وخته لمونځ فرض دی، همداسې د ناموس رسالت او د عقیدۀ ختم نبوت صلی الله علیه وسلم ساتنه او هره شېبه د هغې پاسداري هم زموږ د ایمان او ديني مسؤولیت برخه ده.
