مقامی ۸ ستمبر ۲۰۲۶

عوام زموږ ځواک دی، د ستونزو حل زموږ مسؤلیت دی

کوټه (ویب نیوز) — د ایکسائز پارلماني سیکرټري محمد خان لهړي ویلي، پارلماني استازي د ولس په ځواک ټاکل کېږي او ایوان ته رسېږي، نو د ټاکل کېدو وروسته یې اساسي دنده ده چې د ولس ستونزې حل او خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي. نوموړي له یوه پلاوي سره په خبرو کې وویل، بلوچستان نه یوازې سیاسي بلکې قبایلي پېژندګلوي هم لري او باید د دې دودونو درناوی وشي. هغه وویل، که ځانونه د ولس خادمان ګڼو، نو باید د بادشاهانو پر ځای د خادمانو په توګه د خلکو ترمنځ واوسو، د هغوی ستونزې واورو او د حل لپاره یې هڅې وکړو. نوموړي زیاته کړه، ولس زموږ سرچینه، ځواک او سترګې دي، ځکه د هغوی په ملاتړ موږ ایوان ته رسېدلي یو؛ نو د ولس د ستونزو د حل لپاره باید ټول اړین اقدامات ترسره کړو.