مقامی ۸ ستمبر ۲۰۲۶

کوټه کې د تجاوزاتو پر ضد عملیات، ګڼې لارې پاکې شوې

کوټه (ویب نیوز) — د کوټې لوېدیځ مرستیال کمشنر منیر احمد په لارښوونه او د بوري اسسټنټ کمشنر کاشف امر په مشرۍ د جناح ټاون او شهبا‌ز ټاون په سړکونو کې د ریړۍ لرونکو او غیرقانوني تجاوزاتو پر ضد عملیات ترسره شول. د عملیاتو پر مهال له سړکونو او عامه لارو ریړۍ او تجاوزات لرې او لارې د خلکو د تګ راتګ او ټرافیک لپاره پاکې شوې. د تجاوزاتو جوړونکو ته خبرداری ورکړل شو چې پر عامه لارو بیا تجاوزات جوړ نه کړي، خو د خبرداري باوجود د سرغړونې د دوام له امله دوه کسان ونیول شول. اسسټنټ کمشنر کاشف امر وویل، د ښاریانو د شکایتونو د هواري او عامه اسانتیاوو د یقیني کولو لپاره به د تجاوزاتو پر ضد عملیات دوام ولري او له قانون څخه د سرغړونې په صورت کې به له تجاوزاتو جوړونکو سره د قانون له مخې سخت چلند وشي.