تازه خبرونه ۹ ستمبر ۲۰۲۶

بلوچستان کې د ترهګرۍ ضد قانون کې د تعدیل منظوري

کوټه (ویب نیوز)ــ د بلوچستان اسمبلۍ سېکرټریټ د ترهګرۍ ضد (د بلوچستان تعدیلي) قانون ۲۰۲۶م د نافذېدو خبرتیا خپره کړې ده. د بلوچستان د والي له منظورۍ وروسته تعدیل شوی قانون نافذ شوی، چې له مخې یې د ترهګرۍ ضد قانون ۱۹۹۷م کې نوې مادې شاملې شوې دي. د نوي قانون له مخې د پاکستان د جزا قانون د شپږم څپرکي، یعنې د دولت پر ضد جرمونه، او ځینې نور مشخص جرمونه به هغه مهال د ترهګرۍ ضد محکمو کې د محاکمې وړ وي، چې د عامه وېرې او ترهې خپرولو یا د دولت د وېرولو په نیت ترسره شوي وي. د تعدیل له مخې د دغو قضیو محاکمه به د ترهګرۍ ضد محکمو کې ترسره کېږي. همداراز، هغه عامه څارنوالان یا ضلعي قانوني افسران چې لږ تر لږه ۱۰ کاله کاري تجربه ولري، د ترهګرۍ ضد محکمې د قاضي کېدو وړ ګڼل شوي دي. په نوې ماده کې د دولت پر ضد جرمونه هم د ترهګرۍ ضد قانون په دایره کې شامل شوي او په دغو قضیو کې د اېف‌اېې ار له ثبت وروسته د حکومت اضافي اجازې ته اړتیا نه شته. د تعدیلي قانون موخه د ترهګرۍ، د دولت ضد فعالیتونو او ورته جرمونو پر وړاندې د قانوني اقداماتو لا اغېزمنول او د دغو قضیو د محاکمې لپاره د ترهګرۍ ضد محکمو واک روښانه کول دي.