مقامی ۹ ستمبر ۲۰۲۶

د اوړو بحران سخت شوی، د خوراکي بحران پړه پر مسلط حکومت ده، پښتونخوا ملي عوامي ګوند

کوټه (ویب نیوز) پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبې په کچه د اوړو د بیو د سخت لوړوالي، په بېلابېلو ضلعو کې د اوړو د کمښت او د ولس له ستونزو سره مخ کېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د فورم ۴۷ حکومت یې په صوبه کې د اقتصادي او خوراکي بحران مسؤل بللی دی. د ګوند په بیان کې ویل شوي چې ګراني، د خوراکي توکو نشتون او د کرنې د برخې بحران ښايي نور هم سخت شي، نو وفاقي او صوبايي حکومتونه باید د اوړو او غنمو د بحران د ختمولو لپاره بېړني عملي ګامونه پورته کړي، ولس ته ارزانه اوړه او کروندګرو ته د غنمو مناسبه بیه ورکول د حکومت مسؤلیت دی. په بیان کې ویل شوي چې د بلوچستان کروندګر له وړاندې د ګرانې سرې، تخمونو، کرنیزو درملو، ډیزلو، برېښنا، اوبو او نورو کرنیزو اړتیاوو د لوړو لګښتونو بار وړي او د سرې د بندیزونو له امله اړ دي چې له تور بازار څخه په لوړه بیه سره واخلي. د ګوند په وینا، د غنمو د تولید د لګښتونو له پرله‌پسې زیاتوالي سره سره که سیمه‌ییزو کروندګرو ته د خپل حاصل مناسبه او ګټوره بیه ورنه کړل شي، مستقیم اغېز به یې پر کرنیز اقتصاد او د راتلونکي کال د غنمو پر تولید ولګېږي. بیان زیاتوي چې د ناامنۍ له امله د مهمو لویو لارو او ارتباطي سړکونو تړل کېدل د غنمو، اوړو او نورو اړینو توکو لېږد اغېزمنوي او د ترانسپورټ اضافي لګښتونه او د رسد د ځنځیر خنډونه په پای کې پر بېوزلو مصرفوونکو بارېږي. پښتونخوا ملي عوامي ګوند د وفاقي حکومت له خوا د غنمو د واردولو پر پرېکړه خواشیني څرګنده کړې او دا یې د سیمه‌ییزو کروندګرو د اقتصادي ګټو پر ضد اقدام بللی دی. ګوند غوښتنه کړې چې د اوړو بحران دې په بېړني ډول ختم، په کوټه او د صوبې په ټولو ضلعو کې دې د اوړو موجودیت یقیني، د بیو د غیرضروري لوړوالي، ذخیره کولو او ناجایزې ګټې اخیستنې پر ضد دې سخت اقدام وشي او کروندګرو او بزګرانو ته دې د برېښنا، اوبو، سرې، تخمونو، کرنیزو درملو او نورو بنسټیزو اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ د سرې بندیزونه او نور ټول خنډونه لرې کړل شي.