مقامی ۹ ستمبر ۲۰۲۶

د زیارت کراس سره نږدې تښتول شوي دوه کارکوونکي خوشې شول

ژوب (ویب نیوز) د ژوب ضلعې په زیارت کراس سیمه کې تېره ورځ د نامعلومو کسانو له خوا په مبینه توګه تښتول شوي د یوې ساختماني کمپنۍ دوه کارکوونکي بېرته خوشې شوي دي. د کورنۍ سرچینو د کلی اپوزۍ اوسېدونکي کمال خان مندوخېل او خیال محمد کبزۍ د خوشې کېدو پخلی کړی دی. دواړه کسان تېره ورځ د زیارت کراس سره نږدې تښتول شوي وو، د هغوی له بېرته راستنېدو وروسته د کورنیو په منځ کې د خوښۍ څپه خپره شوې ده.