کوټه (ویب نیوز) په ټول هېواد کې برېښنا نوره هم ګرانه شوې او د درې میاشتني تعدیل له مخې د برېښنا په بیه کې په هر یونټ ۵۲ پېسې زیاتوالی شوی چې له امله به یې پر مصرفوونکو ۱۲ اربه او ۶۷ کروړه روپۍ اضافي بار ولګېږي. د نېپرا د خبرتیا له مخې دا زیاتوالی د روان کال د دویمې ربعې د درې میاشتني تعدیل له مخې شوی او د سپټمبر، اکتوبر او نومبر په برېښنا بلونو کې به له مصرفوونکو څخه ترلاسه کېږي. له مصرفوونکو به درې میاشتې هره میاشت په هر یونټ ۵۲ پېسې اضافي اخیستل کېږي او د دې زیاتوالي پلي کېدل د کې الېکټریک په ګډون د ټول هېواد پر مصرفوونکو کېږي. نېپرا تر دې وړاندې د درې میاشتني تعدیل منظوري ورکړې وه او د وفاقي حکومت له منظورۍ وروسته یې د زیاتوالي رسمي خبرتیا خپره کړې ده.
