کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د پټرولو د بیو د لوړېدو او ایراني پټرولو د پاکستاني پټرولو په بیه د پلورلو د ادعاوو له امله د خلکو ترمنځ سخته اندېښنه او ناخوښي لیدل کېږي. د ولسي حلقو په وینا، په داسې حال کې چې خلک له سختې ګرانۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د ریلیف پر ځای د پټرولیم محصولاتو د بیو د لوړېدو بار پر عامو خلکو اچول کېږي. د بلوچستان اوسېدونکي وایي، ایراني پټرول له اوږدې مودې راهیسې د نسبتاً ارزانه سون توکي په توګه کارېده، خو اوس په ځینو سیمو کې دغه پټرول هم د پاکستاني پټرولو په بیه یا ورته نرخ پلورل کېږي، چې له امله یې خلکو ته د ارزانه تېلو هېڅ د پام وړ ګټه نه رسېږي. ولسي حلقو له ضلعي انتظامیې او اړوندو چارواکو غوښتنه کړې چې په بازارونو کې د پاکستاني او ایراني پټرولو بیې په سمدستي ډول وڅاري او که ایراني پټرول په ټیټه بیه ترلاسه کېږي، نو باید خلکو ته په مناسب او د زغم وړ نرخ وړاندې شي. همدارنګه له زیاتې ګټې اخیستنې او ناجایزې منافع خورۍ سره د ښکېلو کسانو پر وړاندې دې د قانون له مخې اقدام وشي. د خلکو په وینا، د پټرولو د بیو زیاتوالی په مستقیم ډول د ټرانسپورټ، خوراکي توکو، سبزیو، شیدو، ساختماني توکو او نورو اړینو توکو پر بیو اغېز کوي او د عامو خلکو اقتصادي ستونزې لا زیاتوي. ولسي استازو او مدني حلقو غوښتنه کړې چې حکومت دې یوازې د پټرولو د بیو تر څارنې محدود نه شي، بلکې په بېلابېلو سیمو کې دې د ایراني پټرولو د پېر او پلور، کیفیت، نرخونو او ګټې اخیستنې موضوع هم وڅېړي. د خلکو په وینا، یا دې ایراني پټرول په مناسب او ارزانه نرخ د پلورلو زمینه برابره شي، او یا دې د پاکستاني پټرولو په بیه د ایراني پټرولو پلورلو له لارې د ناجایزې ګټې اخیستنې پر وړاندې اغېزمن اقدام وشي. ولسي حلقو له د بلوچستان له اعلیٰ وزیر، چیف سیکرټري، ضلعي انتظامیو او اړوندو چارواکو غوښتنه کړې چې د پټرولو د بیو موضوع ته بیړنی پام وکړي او خلکو ته واقعي ریلیف برابر کړي.
