کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ د تعلیم دایمي کمېټې غونډه د اسمبلۍ په سیکرټریټ کې د کمېټې د مشر خیر جان بلوچ په مشرۍ ترسره شوه، چې د کمېټې غړو رحمت صالح بلوچ، میر جهانزېب مینګل او میر لیاقت علي لهړي، د صوبايي اسمبلۍ سیکرټري طاهر شاه کاکړ، د لوړو زده کړو سیکرټري هاشم غلزي او نورو اړوندو چارواکو ګډون پکې وکړ. په غونډه کې د «تعمیر نو یونیورسټي کوټه بل ۲۰۲۶» تفصیلي جاج واخیستل شو، چې موخه یې د بلوچستان په صوبه کې د خصوصي سکتور تر چتر لاندې د دغه پوهنتون جوړول او د معیاري لوړو زده کړو، څېړنې، نوښت او بشري سرچینو پرمختګ ته وده ورکول دي. په غونډه کې ګډونوالو ته وویل شول چې د پوهنتون له جوړېدو سره به لوړو زده کړو ته لاسرسی پراخ شي، د تعلیمي ادارو او صنعت ترمنځ اړیکې به پیاوړې شي او د کاروباري وړتیاوو، ټکنالوژۍ او ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره به نوي فرصتونه رامنځته شي. کمېټې غړي رحمت صالح بلوچ وویل چې تعمیر نو د تعلیم د ودې او ټولنیز پرمختګ لپاره د پام وړ خدمتونه ترسره کړي دي، په داسې حال کې چې نورو غړو هم دغه بل مثبت ګام وباله او ټینګار یې وکړ چې د سرکاري او خصوصي تعلیمي ادارو ترمنځ سالمه سیالي او ځوانانو ته د عصري زده کړو برابرول مهم دي. د کمېټې مشر خیر جان بلوچ وویل چې د تعلیم اړوند قانون جوړونه ځانګړی اهمیت لري او د داسې بلونو د ارزونې پر مهال باید د سرکاري او خصوصي تعلیمي ادارو ګټې، د زده کړو معیار او د زدهکوونکو پراخې ګټې په پام کې ونیول شي، ځکه د بلوچستان د حقیقي پرمختګ او سوکالۍ لپاره تعلیم باید تل لومړیتوب ولري.
