مقامی ۱۰ ستمبر ۲۰۲۶

د بلوچستان د روغتیا محکمې ۲۵ ښځینه طبي افسرانې له دندو برطرفه کړې

کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان روغتیا محکمې له سرکاري دندې څخه د قصدي او غیرمجاز غیرحاضرۍ په تور ۲۵ ښځینه طبي افسرانې له دندو برطرفه کړې دي. د روغتیا محکمې له مخې، د بلوچستان روغتیا سیکرټري مجیب الرحمن د برطرفۍ نوټیفیکیشن جاري کړی، چې پکې ویل شوي د یادو افسرانو پر وړاندې د ایکټ ۲۰۱۱ له مخې انضباطي کارروایي بشپړه شوې او د ایکټ د ۴ (b) (vii) مادې له مخې د برطرفۍ سزا سمدستي نافذالعمل ده. په برطرفه شوو افسرانو کې هغه ډاکټرانې هم شاملې دي چې په سول روغتون، بولان میډیکل کمپلېکس او د بلوچستان په بېلابېلو ضلعو کې مقررې وې. د روغتیا محکمې په نوټیفیکیشن کې ویل شوي چې د کارروایۍ اساسي لامل له سرکاري دندو څخه قصدي او غیرمجاز غیرحاضري ده او له برطرفۍ وروسته د یادو افسرانو دندې سمدستي ختمې شوې ګڼل کېږي.