مستونګ (ویب نیوز)د مستونګ ضلعې د کانک په سیمه کې نامعلومو وسلهوالو پر یوې پولیس پوستې ډزې کړې چې له امله یې یو پولیس سرتېری وژل شوی او بل ټپي شوی دی. د پولیسو د سرچینو له مخې، وسلهوالو پر پوسته ډزې پیل کړې چې پولیسو هم ځوابي ډزې وکړې او د دواړو خواوو ترمنځ د ډزو تبادله وشوه. په پېښه کې یو پولیس سرتېری په ځای کې وژل شوی او بل ټپي شوی دی، په داسې حال کې چې برید کوونکي له ډزو وروسته له سیمې تښتېدلي دي. له پېښې وروسته پولیسو سیمه کلابنده کړې او د برید کوونکو د موندلو لپاره یې د لټون عملیات پیل کړي دي، په داسې حال کې چې د پېښې په اړه نورې پلټنې هم روانې دي.
