مقامی ۱۰ ستمبر ۲۰۲۶

د ولس د سر او مال ساتنه د صوبايي حکومت لومړیتوب دی؛ شیخ زرک مندوخېل

کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ غړي شیخ زرک مندوخېل ویلي چې په بلوچستان کې په مجموعي توګه حالات د حکومت او قانون نافذوونکو ادارو تر کنټرول لاندې دي او د ترهګرۍ پر وړاندې د حکومت او ولس هوډ نه ماتېدونکی دی. نوموړي وویل چې ترهګر عناصر به هېڅ صورت خپلو ناوړه موخو ته ونه رسېږي او حکومت د صوبې د امن، ثبات او د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره ټول شته وسایل کاروي. هغه ترهګري یوه ملي ننګونه وبلله او ویې ویل چې د دې پر وړاندې د اتحاد، یووالي او پیاوړي عزم له لارې مبارزه کېږي. شیخ زرک مندوخېل وویل چې د بلوچستان ولس د خپلو ماشومانو لپاره امن، سوکالي، تعلیم، روزګار او پرمختګ غواړي او حکومت د ولس د غوښتنو له مخې د امن د ټینګښت او پرمختیايي پروژو د بشپړولو لپاره جدي اقدامات کوي. نوموړي وویل چې ترهګري د صوبې د پرمختګ او سوکالۍ د بهیر د درولو هڅه ده، خو حکومت به دغه موخې ناکامه کړي او بلوچستان به د پرمختګ پر لاره روان ساتي. هغه له ولس څخه هم وغوښتل چې د خپل شاوخوا مشکوکو فعالیتونو ته پام وکړي او د هر ډول شکمن فعالیت په اړه اړوندو ادارو ته معلومات ورکړي. نوموړي ټینګار وکړ چې د حکومت او ولس ترمنځ باور، یووالی او همکاري د ترهګرۍ پر وړاندې تر ټولو لوی ځواک دی او د بلوچستان د امن، د خلکو د سر او مال د ساتنې او پرمختګ لپاره به هېڅ ډول جوړجاړی ونه شي.