پاکستان ۱۰ ستمبر ۲۰۲۶

د پټرولیم لېوي پر ضد د جماعت اسلامي د تحریک ملاتړ کوو، فضل الرحمن

کوټه (ویب نیوز) د جمعیت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن د پټرولیم لېوي پر ضد د جماعت اسلامي د تحریک ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي چې ټول اپوزیسیون ګوندونه باید د ګرانو بیو او د ولس د ستونزو په اړه خپل غږ پورته کړي. د جماعت اسلامي پاکستان امیر حافظ نعیم الرحمن له مولانا فضل الرحمن او د خیبر پښتونخوا له وزیراعلیٰ سهیل افریدي سره د ټیلیفون له لارې خبرې کړې دي. حافظ نعیم الرحمن وویل چې ټول اپوزیسیون باید د ګرانو بیو او ولسي ستونزو پر وړاندې ګډ غږ پورته کړي، چې په ځواب کې مولانا فضل الرحمن د پټرولیم لېوي پر ضد د جماعت اسلامي د تحریک ملاتړ وکړ. د خیبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهیل افریدي هم د ولسي ستونزو په اړه د جماعت اسلامي د جمهوري مبارزې ستاینه وکړه او له وفاقي حکومت څخه یې وغوښتل چې د پټرولیم لېوي په اړه ولس ته اسانتیاوې برابرې کړي.