کوټه (ویب نیوز)د کوټې په سول روغتون کې د ګاینۍ د الټراساونډ محدودې اسانتیا له امله ښځینه ناروغانې له سختو ستونزو سره مخ دي، چې د عامه حلقو په وینا په دغه څانګه کې مبینه توګه یوازې یوه الټراساونډ ماشین موجوده ده او له همدې امله هره ورځ د ناروغانو د ګڼې ګوڼې له امله د معاینې لپاره اوږده انتظار ته اړ کېږي. ښځینه ناروغانې او د هغوی خپلوان وایي چې په ګاینۍ کې هره ورځ ګڼ شمېر ښځې د درملنې او طبي معاینې لپاره ورځي او ډېرو ناروغانو ته ډاکټران د الټراساونډ سپارښتنه کوي، خو د یوې ماشین له امله د ټولو ناروغانو پر وخت معاینه نه شي کېدای. د لرې پرتو سیمو څخه کوټې ته د درملنې لپاره راتلونکې ښځې وایي چې د سفر او نورو لګښتونو تر څنګ د الټراساونډ د محدودې اسانتیا له امله له اضافي ستونزو سره مخ کېږي او ځینې وختونه د معاینې د نه ترسره کېدو له امله اړ کېږي چې بیا روغتون ته مراجعه وکړي. ولسي حلقو ویلي چې د ښځینه ناروغانو او د مور او ماشوم د روغتیا په چارو کې پر وخت تشخیص ډېر مهم دی او د الټراساونډ د محدودې اسانتیا له امله د ناروغانو پر وخت طبي تشخیص اغېزمنېدای شي. ښځینه ناروغانو او ولسي حلقو له صوبايي حکومت او د بلوچستان له روغتیا ادارې غوښتنه کړې چې د سول روغتون د ګاینۍ لپاره دې سمدستي نورې الټراساونډ ماشینونه برابرې کړي، موجوده طبي وسایل دې هم فعال وساتل شي او د ښځینه ناروغانو لپاره دې د پر وخت تشخیص اسانتیا یقیني شي. دوی ټینګار کړی چې په سرکاري روغتونونو کې د روغتیايي اسانتیاوو ښه کول د حکومت اساسي مسوولیت دی او په ځانګړي ډول د ګاینۍ څانګو لپاره باید عصري او پر وخت تشخیصي وسایل برابرول لومړیتوب وګرځول شي.
