مقامی ۱۰ ستمبر ۲۰۲۶

د کوټې ـ کراچۍ پر لویه لار پل په چاودنه کې ویجاړ، د کوچ ۳ مسافر ټپیان

کوټه (ویب نیوز) د کلات په سیمه کې د کوټې ـ کراچۍ پر لویه لار د ټال پلازې څخه شاوخوا درې کیلومتره وړاندې یو پل تېره شپه د چاودېدونکو توکو په وسیله ویجاړ شو. د چاودنې پر مهال له کوټې څخه راتلونکې المحمود کوچ هم زیانمنه شوه، شیشې یې ماتې شوې او درې مسافر پکې لږ ټپیان شول. له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او پلټنې یې پیل کړې، چې له امله یې پر لویه لار د ترافیکو بهیر هم اغېزمن شوی دی.