پاکستان ۱۰ ستمبر ۲۰۲۶

محمود خان اڅکزي سره د مجلس وحدت مسلمین پلاوي لیدنه؛ پر سیاسي او سیمه‌ییز وضعیت خبرې

اسلام‌اباد، کوټه (ویب نیوز)د قومي اسمبلۍ د اپوزېشن مشر او د تحریک تحفظِ آئین پاکستان مشر محمود خان اڅکزي سره د مجلس وحدت مسلمین یو پلاوي د علامه راجا ناصر عباس جعفري په مشرۍ لیدنه کړې ده. په پلاوي کې د مجلس وحدت مسلمین چیف ارګنائزر سید ناصر شیرازي او مرکزي رابط سیکرټري سید محسن شهریار شامل وو، په دې مهال د تحریک تحفظِ آئین پاکستان ویاند حسین احمد یوسفزي او د پخواني وزیراعظم عمران خان قانوني سلاکار خالد یوسف چودري هم موجود وو. په لیدنه کې د دوه اړخیزې علاقې پر موضوعاتو، د هېواد پر عمومي سیاسي وضعیت او سیمه‌ییزو حالاتو تفصیلي خبرې وشوې او ګډونوالو د روان سیاسي او سیمه‌ییز وضعیت او د ګډې همکارۍ اړوند موضوعاتو په اړه خپل نظرونه شریک کړل.