مقامی ۱۰ ستمبر ۲۰۲۶

په دالبندین کې ۲۴ کلن ځوان مړ موندل شوی، د پېښې پلټنې روانې دي

دالبندین (ویب نیوز)د دالبندین د کلي باز محمد اوسېدونکی ۲۴ کلن ځوان سلطان د حمیدالله زوی په مبینه توګه د ځان وژنې له امله مړ شوی دی. د روغتون د سرچینو له مخې، سلطان په جدي حالت کې پرنس فهد روغتون دالبندین ته رسول شوی و، خو د درملنې پر مهال یې ژوند له لاسه ورکړ. د پېښې وروسته ځايي ادارې پلټنې پیل کړې دي او د پېښې د لاملونو په اړه تر اوسه معلومات نه دي ترلاسه شوي.