خضدار (ویب نیوز)د پولیسو د معلوماتو له مخې د فیروز اباد په شوري چړهای سیمه کې د یوه نامعلوم کس مړی موندل شوی چې په سر کې پرې ډزې شوې دي. پولیسو د مړي جسد د ښار پولیسو له خوا د خضدار ټیچنګ روغتون د بیړنۍ څانګې ته انتقال کړی دی. پولیسو د مړي له خپلوانو غوښتنه کړې چې د پېژندنې او نورو قانوني چارو لپاره له ښار پولیسو سره اړیکه ونیسي.
