تازه خبرونه ۱۱ ستمبر ۲۰۲۶

د پټرولیم توکو د بیو لوړول پر ولس نور اقتصادي بار دی، انجینر زمرک خان اچکزۍ

کوټه (ویب نیوز)د عوامي نېشنل ګوند پارلماني مشر انجینر زمرک خان اچکزۍ د پټرولیم توکو د بیو د وروستي لوړوالي په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د پټرول او ډیزلو د بیو زیاتوالی پر بېوزله ولس د لا زیاتو اقتصادي ستونزو اچولو معنا لري. نوموړي په خپل بیان کې ویلي چې د پټرولیم توکو د بیو لوړوالی به د ترانسپورټ، خوراکي توکو او د ورځني استعمال د نورو شیانو پر بیو مستقیم اغېز وکړي او د ګرانۍ نوی طوفان به رامنځته کړي، چې له امله به یې له وړاندې له مالي ستونزو سره مخ خلک لا زیات اغېزمن شي. انجینر زمرک خان اچکزۍ له وفاقي حکومت څخه غوښتنه کړې چې د پټرولیم توکو د بیو لوړوالی سمدستي بېرته واخلي او ولس ته دې ریلیف ورکړي. نوموړي ټینګار کړی چې عوامي نېشنل ګوند به د ولس د ستونزو د هواري لپاره په هر فورم خپل غږ پورته کوي او د ګرانۍ پر ضد به چوپ پاتې نه شي.