اسلام اباد/کوټه (ویب نیوز) وزیراعظم شهباز شریف او د اپوزېسیون مشر محمود خان اچکزئي د چیف الیکشن کمشنر او د ټاکنو کمېسیون د نوو غړو د ګمارنې په اړه اړیکه نیولې ده. د سرچینو په وینا وزیراعظم شهباز شریف د محمود خان اچکزئي د لیک په ځواب کې لیک استولی چې پکې د ټاکنو کمېسیون د نوو ګمارنو لپاره د اساسي قانون له مخې د ټاکلې کړنلارې د عملي کولو ډاډ ورکړل شوی دی. د وزیراعظم لیک اپوزېسیون مشر ته رسېدلی دی. سرچینې وایي چې د چیف الیکشن کمشنر او د ټاکنو کمېسیون د نوو غړو د ګمارنې په اړه د حکومت او اپوزېسیون ترمنځ سلا مشورې روانې دي. رانا ثناءالله او طارق فضل چودري هم له محمود خان اچکزئي سره لیدلي وو، چې په ترڅ کې یې د وزیراعظم له لوري د لیک د ځواب استولو ډاډ ورکړل شوی و. د سرچینو په وینا محمود خان اچکزئي اوس په کوټه کې دی او په راتلونکو دوو تر درېیو ورځو کې به اسلام اباد ته ورسېږي، چې هلته به د وزیراعظم د لیک په اړه د تحریک انصاف د مشر او نورو اپوزېسیون مشرانو سره سلا مشوره کوي. نوموړی به په سینیټ کې د اپوزېسیون مشر علامه راجا ناصر عباس هم په مشورتي بهیر کې شامل کړي. د چیف الیکشن کمشنر او د ټاکنو کمېسیون د نوو غړو د ګمارنې په اړه تمه ده چې په راتلونکو څو ورځو کې د حکومت او اپوزېسیون ترمنځ نورې سلا مشورې هم وشي.
