کوټه ( سید سردار محمد خوندئی )
د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي ویلي دي چې په بلوچستان کې به تر وروستي ترهګر پورې جګړه روانه وي، د ترهګرۍ پر ضد ملکي او پوځي مشرتابه په بشپړه توګه متفق او یو موټی دی، په دې اړه هیڅ ابهام او ګډوډي نشته.
هغه دا څرګندونې د شنبې په ورځ د اعلی وزیر په سیکرټریټ کې د ملي رسنیو اینکرانو او ژورنالیستانو سره د ویډیو لنک له لارې د خبرو پر مهال وکړې. په دې موقع د صوبې د عمومي وضعیت، امن او امان، پرمختیایي بهیر، معدنیاتو او سیاسي چارو په اړه تفصیلي خبرې اترې وشوې.
اعلی وزیر په دوه ټکو ټکو کې وویل چې له هغو کسانو سره چې د ریاست پر ضد وسله پورته کوي په هیڅ صورت کې خبرې اترې نه کیږي. امنیتي ځواکونه په سختو حالاتو کې خپلې دندې ترسره کوي او دولتي ادارې په بشپړه همغږۍ کار کوي. هغه څرګنده کړه چې ترهګري یوازې د بلوچستان نه بلکې د ټول پاکستان مسله ده چې د له منځه وړلو لپاره په ملي کچه ګډو هڅو ته اړتیا ده.
اعلی وزیر وویل چې په کوټه کې ناستې سره د ټول بلوچستان کنټرول ممکن نه دی، که نوې صوبې جوړیږي نو باید په ژبني نه بلکې په انتظامي بنیادونو جوړې شي. هغه وویل چې د دوه نیم، دوه نیم کلن حکومت په اړه د کومې موافقې په اړه هیڅ معلومات نه لري، په حکومت کې د بدلون پریکړه سیاسي مشرتابه کوي، تر څو چې په چوکۍ دی د ولس خدمت ته به دوام ورکوي.
میر سرفراز بګټي وویل چې تر دې دمه له بلوچستان څخه ۱۱ لکه افغان کډوال په ګډون نور بهرني وګړي بیرته لیږدول شوي دي. د ورکو کسانو په اړه یې وویل چې دا مسله کله ناکله په سم تناظر کې نه وړاندې کیږي.
هغه وویل چې د فساد د بشپړ خاتمې ادعا نشي کولی خو د تیر په پرتله پکې څرګند کمښت راغلی دی، په ټولو دولتي ادارو او تعلیمي موسسو کې د میرټ ډاډمن کولو لپاره ګامونه پورته کیږي. په داسې حال کې چې پرمختیایي پروژې د تیر په پرتله په ریکارډ موده کې بشپړې شوې دي.
تر دې وړاندې د اعلی وزیر په سیکرټریټ کې د پلان جوړونې او پراختیا، معدنیاتو او سرچینو او د کورنیو او قبایلي چارو څانګو لخوا مهم بریفینګونه ورکړل شول، چې پکې د سیف سټي پروژې، صوبایي ایکشن پلان، د پولیسو اصلاحاتو او په پولیسو کې د لیویز د ادغام په اړه پرمختګ څخه خبر کړل شو.
