کوټه (ویب نیوز) د جمعیت علما اسلام نظریاتي مرکزي مشر مولانا عبدالقادر لوني په مشرۍ یوه پلاوي د بلوچستان له کسټم کلکټر شاه جهان سره لیدنه کړې او د سوداګرو د بندو شویو مالونو او موټرو د قضیو د ژر حل غوښتنه یې کړې ده. په دې لیدنه کې غوښتنه وشوه چې په زیارت کراس او لکپاس کې ضبط شوي توکي خوندي ګودامونو ته ولېږدول شي او سوداګرو ته د ورپېښو ستونزو د حل لپاره بېړني اقدامات وشي.
