پاکستان ۱۲ ستمبر ۲۰۲۶

د هېواد نظام یوازې ۸۰۰ کسان چلوي، مفتاح اسماعیل

کوټه (ویب نیوز) پخواني وفاقي د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل ویلي چې د هېواد نظام یوازې ۸۰۰ کسان چلوي او انحصاري نظام رامنځته شوی دی. نوموړي په کراچۍ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې په سند او پنجاب کې ټول واک د یوه کس په لاس کې دی، په داسې حال کې چې پیاوړی بلدیاتي نظام د ټولو اړتیا ده. هغه وویل چې د ملي مالي کمېسیون له لارې باید پیسې په مستقیم ډول بلدیاتي حکومتونو ته ورکړل شي، کراچۍ او لاړکانه دې د همدغو سیمو خلک اداره کړي او واکونه دې تر ځايي کچې ولېږدول شي.