چمن ( سید سردار محمد خوندئی )
د چمن ضلعې د پولیسو مشر (ایس پي) اعتزاز عارف د ولسي شکایتونو سمدستي او سخت نوټس اخیستلو سره په فساد او باج اخیستلو کې په ککړو پولیسو افسرانو او سرتیرو پر ضد لوی کاروائی کړې ده.
د سرچینو تر مخه د ولس له لوري په ترلاسه شویو شکایتونو سمدستي ایکشن اخیستلو سره د هولډنګ سنټر انچارج، د ماسټر پلان انچارج او د کوژک ټاپ انچارج په ګډون ګڼ شمیر افسران او سرتیري له خپلو دندو څخه معطل کړل شوي دي.
د معطل شویو ټولو افسرانو او سرتیرو پر ضد په رسمي توګه څانګیزه پلټنه پیل شوې ده، د پلټنې په دوران به د دوی پر ضد د لګیدلو تورونو بشپړه څیړنه کیږي او چارج شیټونه به هم ورکول کیږي.
په دې موقع د چمن ایس پي اعتزاز عارف کلک دریځ خپل کړ او څرګنده یې کړه چې “د پولیسو په ځواک کې فساد، باج اخیستل او د اختیاراتو ناوړه ګټه اخیستنه به په هیڅ صورت ونه زغمل شي.
هغه زیاته کړه چې د ولس پر هر شکایت به پرته له توپیره او د میرټ پر بنسټ کاروائی کیږي تر څو د پولیسو او ولس ترمنځ د باور فضا نوره هم قوي او مستحکمه شي.
د ایس پي دغه اقدام په ولسي حلقو کې ډیر ستایل شوی او په چمن کې د قانون د حاکمیت په لور یو مهم ګام بلل شوی دی۔
