مقامی ۱۲ ستمبر ۲۰۲۶

د کوټې پښتون قومي جرګه د سپټمبر پر ۱۷مه کېږي، تیاریانې پیل شوې

کوټه (ویب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د کوټې ولسوالۍ کمېټې په غونډه کې پرېکړه شوې چې د کوټې ولسوالۍ پښتون قومي جرګه به د سپټمبر پر ۱۷مه ترسره کېږي او د جرګې لپاره تیاریانې پیل شوې دي. مرکزي منشي نواب محمد ایاز خان جوګېزي وویل چې د ولسوالۍ ټولو جرګه غړو ته به بلنلیکونه ولېږل شي. مرکزي عمومي منشي عبدالرحیم زیارتوال وویل چې د جنوبي پښتونخوا په ټولو ولسوالیو کې د جرګو هدف د خلکو د ستونزو او ملي او ټولنیزو موضوعاتو په اړه مشوره او د راتلونکي ګډ تګلوري ټاکل دي. په جرګو کې به د ناامنۍ، تښتونو، لوټمارۍ، وژنو، قبضه‌ګرۍ، د لویو لارو د بندېدو، ځمکو، غرونو او ځنګلونو د ادعا شوې غیرقانوني انتقال، د سوداګرۍ د بندېدو او اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه بحث وشي.