پاکستان ۱۳ ستمبر ۲۰۲۶

د نواز شریف په مشرۍ غونډه، د نوو صوبو پر چارو غور

کوټه(ویب نیوز) د مسلم لیګ(ن) مشر نواز شریف په مشرۍ په لاهور کې مهمه غونډه وشوه چې د لومړي وزیر مرستیال او د مسلم لیګ(ن) نورو مشرانو پکې ګډون کړی و. په غونډه کې د هېواد پر عمومي وضعیت، مهمو سیاسي او اداري چارو او د نوو صوبو د جوړېدو اړوند موضوعاتو خبرې وشوې. سرچینې وايي، غونډه کې ولس ته د ریلیف ورکولو پر اقداماتو هم غور وشو او د نواز شریف په لارښوونه وزیراعظم شهباز شریف پر پټرولو د ریلیف اعلان وکړ.