کوټه(ویب نیوز) صدراعظم شهباز شریف پر سعودي عربستان کې د حوثیانو له خوا پر ملکي او اقتصادي تاسیساتو د بریدونو غندنه کړې او د سعودي له مشرتابه او ولس سره یې بشپړه همدردي څرګنده کړې ده. له سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره په ټیلیفوني خبرو کې نوموړي وویل چې د حوثیانو کړنې د سیمې سولې او امنیت، نړیوال اقتصاد او د انرژۍ رسولو ته ګواښ پېښوي. هغه وویل چې پاکستان به د تاوتریخوالي د کمولو او په سیمه کې د سولې لپاره خپلې هڅې روانې ساتي. دواړو مشرانو د نږدې اړیکو ساتلو او ژر لیدنې ته هوکړه وکړه.
