پاکستان ۱۴ ستمبر ۲۰۲۶

د سهیل آفریدی په ګډون د پي ټي آی د ۲۴ غړو پاسپورټونه د بندولو امر

کوټه(ویب نیوز) د اسلام‌اباد د ترهګرۍ ضد محکمې د پاکستان تحریک انصاف د ۲۴ قومي او صوبايي اسمبلۍ غړو د پاسپورټونو د بندولو امر کړی دی. د محکمې په حکم کې د خیبر پښتونخوا د اعلیٰ وزیر سهیل آفریدی، اسد قیصر، شهیرام ترکئي، شاه احد، شیر علي ارباب، محمد اقبال آفریدی، ډاکټر امجد علي، جنید اکبر، شاهد خټک، زبیر وزیر، عمر ایوب، ارشد عمرزي، زر عالم، میا عمر، اختر خان، همایون خان، ریاض خان، عبدالکبیر خان، طفیل انجم، آصف محسود، عجب ګل، محمد عثمان، بابر سلیم سواتي، عرفان سلیم، اېډووکېټ علي زمان او ملک شهاب د پاسپورټونو د بندولو امر شوی دی. محکمې د نومبر د ۲۶مې د احتجاج په قضیه کې د پي ټي آی د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د ۱۲ غړو او د قومي اسمبلۍ د درې غړو د نیولو وارنټونه هم صادر کړي دي. د نیولو وارنټونه د کوهسار پولیس تاڼه کې د ثبت شوې ۱۰۳۳ شمېرې مقدمې په تړاو صادر شوي دي.