کوټه(ویب نیوز) د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر بیرسټر ګوهر ویلي چې سیاسي ستونزې باید د سیاسي لارو چارو له لارې حل شي. نوموړي د سېنېټ د اپوزېسیون مشر علامه راجا ناصر عباس سره تر لیدنې وروسته رسنیو ته وویل چې د پي ټي آی انصاف مارچ به سولهییز وي او ګوند تل د سولهییز پاتې کېدو ډاډ ورکړی دی. هغه وویل، پي ټي آی له پارلمانه هم انصاف ترلاسه نه کړ، اوس به له ولس سره ودرېږي او سیاسي ستونزې باید په سیاسي توګه حل شي. بیرسټر ګوهر د ګوند له بنسټګر سره د لیدنو نه کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې بېلابېل کسان د هغه سره د لیدنې ادعا کوي، خو تر اوسه له بنسټګر سره لیدنه نه ده شوې. نوموړي وویل، انصاف مارچ به مخته وړي او ټول سیاسي معاملات به په ګډه څېړي.
