کوټه (ویب نیوز) د آل پاکستان پي ایم ډي سي ایمپلایز یونین مرکزي دفتر اسلام آباد او د پي ایم ډي سي ایمپلایز اینډ ورکرز یونینونو (سي بي اې) سورنج، ډګاري او شاهرګ مشرانو پاکستان منرل ډېوېلپمنټ کارپورېشن (پي ایم ډي سي) ګټوره ملي اداره او ملي شتمني بللې او د دې ادارې د خصوصي کولو مخالفت یې کړی دی. دوی غوښتنه کړې چې هغه اداره چې د هېواد ملي خزانې ته یې اربونه روپۍ جمع کړې دي، باید ژر تر ژره د خصوصي کولو له لېست څخه وایستل شي، د رائلټۍ پر بنسټ ورکړل شویو کانونو د لیزونو بیاکتنه او د غیر ضروري لیزونو لغوه کول دې یقیني شي او د پي ایم ډي سي د کمزورې کولو هڅو مخه دې ونیول شي. دوی وویل چې پي ایم ډي سي باید په عصري کرښو پیاوړې شي، څو ځايي خلکو ته د روزګار لا زیات فرصتونه برابر شي. د پي ایم ډي سي ایمپلایز یونین (سي بي اې) سورنج مشر سعیدالله کاکړ، د پي ایم ډي سي ایمپلایز اینډ سټاف یونین شاهرګ مشر محمد نعیم، د پي ایم ډي سي ورکرز یونین ډګاري مشر سفر محمد مري، د آل پاکستان پي ایم ډي سي ایمپلایز یونین مرکزي دفتر اسلام آباد د دفتر منشي آصف شاه او نورو سوداګریزو اتحادیو استازو په سورنج کې د علي بهايي کول کمپنۍ د سکرو کان په سیمه کې د رامنځته شوې خونړۍ پېښې، چې ۳۴ کان کېندونکي پکې وژل شوي وو، په اړه د تحقیقاتي کمېټې راپور او بیان رد کړ او ویې ویل چې د بلوچستان ماینز سیکرټرېټ له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي چې پي ایم ډي سي په څېر ګټوره ملي اداره کمزورې او کانونه د قراردادیانو په واک کې ورکړي، چې دوی یې په کلکه غندي. دوی وویل چې د علي بهايي ماین د پېښې په تحقیقاتو کې پي ایم ډي سي په ناحقه او غیر ضروري ډول شاملول د ادارې د بدنامولو او د خصوصي کولو د بهیر د پیلولو هڅه ده. د یونین مشرانو په وینا، په شاهرګ کې اوس مهال سلګونه قراردادیان کار کوي او د ځینو لیزونو له لغوه کېدو وروسته قراردادیانو محکمو ته مراجعه کړې، بل لوري ته د شرکت له خوا ځینې ورکړل شوې لیزونه د رائلټۍ پر بنسټ له همدغو قراردادیانو څخه بېرته اخیستل کېږي، چې د لیزونو د بېرته سپارلو د انکار له امله قومي شخړې هم رامنځته کېږي او ملي ادارې ته زیان رسېږي. دوی څرګنده کړه چې د پي ایم ډي سي له خوا په لیز ورکړل شویو کانونو کې د پېښو په صورت کې باید د اړوندو قراردادیانو مسؤلیت وټاکل شي، ځکه د کان کېندونکو د روغتیا او خوندیتوب لپاره د اړینو اقداماتو مسؤلیت د هغوی دی. د یونین مشرانو غوښتنه وکړه چې د علي بهايي ماین د پېښې شفافې او بې پرې پلټنې دې ترسره شي، اصلي مسؤل کسان دې معلوم او د قانون له مخې سخته سزا ورکړل شي، او په ټول هېواد کې دې په ټولو کانونو کې د کان کېندونکو د روغتیا او خوندیتوب اقداماتو ترڅنګ هره ورځ د کانونو معاینه هم یقیني شي.
