پاکستان ۱۵ ستمبر ۲۰۲۶

د پټرولیم بیو د لوړېدو وروسته په ټول هېواد کې د سمارټ لاک ډاون غور

کوټه(وېب نیوز) د پټرولیم محصولاتو د بیو د پرله‌پسې لوړېدو له امله وفاقي حکومت په ټول هېواد کې د سمارټ لاک ډاون پر لګولو غور پیل کړی، چې له مخې یې په دولتي او خصوصي ادارو کې د اوونۍ څلور ورځې د کار، د جمعې، شنبې او یکشنبې په ورځو د رخصتۍ، د ترانسپورټ د کمولو، د ۵۰ سلنې دولتي موټرو د درولو، د درې ورځو لپاره د بازارونو د تړلو او د کاروباري ساعتونو د کمولو وړاندیزونه تر غور لاندې دي. د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ غونډه کې د پټرولیم محصولاتو د لوړې بیې او پر ولس د هغې د اغېزو ارزونه وشوه. حکومت د کم عاید لرونکو خلکو د مرستې لپاره موټرسایکلونو، رکشو، چنګچیو او نورو دوه او درې ټایره موټرو ته د پټرول پر سر د هر لیټر ۱۰۰ روپیو رعایت اعلان کړی، چې د میاشتې تر ۲۰ لیټرو پورې به ټولټال دوه زره روپۍ او تر ۸۰۰ سي سي پورې وړو موټرو ته د میاشتې تر ۳۰ لیټرو پورې تر درې زره روپیو اعظمي رعایت ورکول کېږي. اقتصادي رابطې کمېټې د دې مرستندویه پروګرام لپاره د ۷۵ اربه روپیو منظوري ورکړې او د ډیجیټل نظام له لارې به د موټر او کاروونکي تصدیق کېږي. د حکومتي معلوماتو له مخې، د نړیوال بازار د خامو تېلو د بیو د لوړېدو له امله د سپټمبر له ۱۵مې پټرول ۴ روپۍ او ۴۲ پېسې ګران شوی او بیه یې ۳۸۰ روپۍ او ۲۴ پېسې فی لیټر ته، په داسې حال کې چې د های سپیډ ډیزلو بیه د ۶ روپۍ او ۱۰ پېسې له زیاتوالي وروسته ۴۰۹ روپۍ او ۴۲ پېسې فی لیټر ته رسېدلې ده.