کوټه(ویب نیوز) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر مملکت طلال چودري ادعا کړې چې په پاکستان کې د ترهګرۍ د اسانتیا برابرولو په یوه شبکه کې د یوې مهمې ادارې دولتي کارکوونکی هم ښکېل دی. نوموړي په خبري کنفرانس کې وویل، د آزاد کشمیر اوسېدونکی ضیا نومی کس د ترهګرۍ شبکه چلوله او ادعا کېږي چې سیاسي ملاتړ یې هم درلود، په داسې حال کې چې اکبر نومی دولتي کارکوونکی هم د دې شبکې برخه و او له افغانستان څخه کشمیر ته یې وسلې رسولې. طلال چودري وویل، ضیا له یو شمېر مشکوکو همکارانو سره اړیکې لرلې او د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په یوه عملیاتو کې نیول شوی دی. هغه وویل، په پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره د افغانستان خاوره کارول کېږي او د ترهګرۍ او جرمونو شبکه د نشهيي توکو، وسلو، پټرولو او موټرو په قاچاق کې هم لاس لري. د نوموړي په وینا، د ترهګرو پر وړاندې استخباراتي عملیات روان دي او هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ عملیات ترسره کېږي، په داسې حال کې چې د حکومت لومړیتوب د ترهګرۍ او د هغې د اسانتیا برابرولو شبکې له منځه وړل دي.
