پاکستان ۱۶ ستمبر ۲۰۲۶

د مکې دفاعي تړون یوازې دفاعي بڼه لري، د ډي جي آی ایس پي آر څرګندونې

کوټه(ویب نیوز) د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې مشر ډګر جنرال احمد شریف چودري ویلي، د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ د مکې دفاعي تړون یوازې دفاعي بڼه لري او موخه یې د یرغل پر ځای د ګډې دفاع لپاره ډال برابرول دي. نوموړي له العربیه سره په مرکه کې ویلي، د درې واړو هېوادونو اړیکې تاریخي او ژورې دي او د مکې تړون له لارې دغو اړیکو ته رسمي بڼه ورکړل شوې ده. هغه وویل، که پر یوه شریک هېواد برید وشي، درې واړه هېوادونه به په ګډه د وضعیت په اړه پرېکړه کوي، خو د تړون عملیاتي جزیات نه دي اعلان شوي. د ډي جي آی ایس پي آر په وینا، پاکستان، سعودي عربستان او ترکیه له چین سره هم ښې اړیکې لري، په داسې حال کې چې د پاکستان او چین اړیکې د ګډو ګټو او ستراتېژیکو اړیکو پر بنسټ ولاړې دي. د پاکستان او ایران د اړیکو په اړه نوموړي وویل، تمه نه لري چې د مکې دفاعي تړون به له ایران سره د پاکستان په اړیکو کې ستونزې رامنځته کړي، ځکه تړون د یرغل لپاره نه، بلکې د ګډې دفاع او په سیمه کې د سولې او امنیت لپاره دی.