کوټه(ویب نیوز) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د هند سمندري بېړۍ آی اېن اېس کلکته د پاکستان په سمندري حدودو کې پاروونکي او غیرمسؤلانه اقدامات کړي دي. د ویاند په وینا، پاکستان سمندري ځواکونه د سپټمبر له لومړۍ نېټې راهیسې د پاکستان په ځانګړې اقتصادي سیمه کې د سی سپارک ۲۶ پوځي تمرینونه ترسره کوي، خو هندي سمندري بېړۍ او چورلکې څو ځله هڅه کړې چې د تمرینونو سیمې ته داخلې شي. ویاند وویل چې د سپټمبر په ۱۵مه آی اېن اېس کلکته په خطرناک ډول خپل لوری بدل کړ او له پي اېن اېس حنین سره یې ټکر وکړ، چې له امله یې د دواړو بېړیو ترمنځ د رګېدو پېښه رامنځته شوه، خو د پاکستان سمندري ځواکونو مسلکي چلند د وضعیت له لا خرابېدو مخنیوی وکړ. د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د هند اقدامات د ۱۹۹۱ کال د دوه اړخیز تړون سرغړونه ده او د جدي کړکېچ لامل کېدای شو، پاکستان له هند څخه غوښتي چې د دوه اړخیزو تړونونو درناوی او مسؤلانه چلند وکړي.
