کوټه(ویب نیوز) د پټرول پمپونو مالکانو د حکومت د پټرولو د ریلیف پروګرام له مخې د ارزانه پټرولو له ورکولو ډډه کړې او ویلي یې دي چې د پروګرام له څرنګوالي او عملي میکانیزم څخه خبر نه دي. د آل پاکستان پټرول پمپ اونرز ټولنې مشر همایون خان د ډیلرانو د کمېشن د زیاتوالي غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د پټرولو په بیه کې د ۱۰۰ روپیو سبسډۍ له حکومتي پروګرامه دوی ته معلومات نه دي ورکړل شوي. د ټولنې مرستیال مشر انوار کمال وویل چې د ریلیف پروګرام په جوړولو کې له ډیلرانو سره مشوره نه ده شوې او دا هم روښانه نه ده چې حکومت به د ارزانه پټرولو پیسې ډیلرانو ته څنګه ورکوي. نوموړي وویل چې له درېیو ورځو راهیسې له حکومت سره د اړیکې هڅې کوي، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی. هغه زیاته کړه چې د تېلو د بازارموندنې شرکتونو میلیاردونه روپۍ پخواني پورونه لا هم پاتې دي او د ریلیف پروګرام مالي بار پر ډیلرانو اچول عملي نه دي.
