کوټه(ویب نیوز) د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي چې د ده په اند هغه وضعیت رامنځته شوی چې د مکې تړون باید پلي شي. نوموړي په یوه ټلویزیوني خپرونه کې د خبرو پر مهال وویل چې د موضوع جزیاتو ته نه شي تللی، خو پاکستان د مکې تړون د عملي کولو پابند دی. هغه وویل چې پاکستان د سعودي عربستان پیغام ایران ته رسولی او د ده په اند ایران به د یوه دولت په توګه په سیمه کې نوې جبهه پرانیزي. خواجه آصف زیاته کړه چې که د مکې تړون هم نه وي، د مقدسو ځایونو ساتنه د پاکستان دنده ده او که پر مکه مکرمه برید وشي، د هغې د ساتنې لپاره تړون ته اړتیا نشته. د دفاع وزیر وویل چې د مکې تړون پر پاکستان عملي کېږي او هېواد به خپله دنده ترسره کوي.
