پاکستان ۱۷ ستمبر ۲۰۲۶

۲۳ سلنه پاکستانیانو بهرني سازشونه د ملي امنیت لپاره لوی ګواښ بللي

کوټه(ویب نیوز) د آی پور د یوې سروې له مخې، ۲۳ سلنه پاکستانیانو بهرني سازشونه او د بهرنیو ادارو لاسوهنه د هېواد د ملي امنیت لپاره لوی ګواښ بللی دی. په سروې کې ۲۱ سلنه کسانو د هند او افغانستان ګډې همکارۍ، ۲۱ سلنه د ترهګرو په سیمه ییزه کچه ملاتړ او ۱۲ سلنه د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره د سرچینو کمښت هم د ملي امنیت له ګواښونو څخه بللی دی. د پاکستان په اړه د بهرنیو نادولتي ادارو او فکري مرکزونو د راپورونو په اړه ۴۳ سلنه کسانو ویلي چې دغه راپورونه مبالغه لري او د بهرني اجنډا تر اغېز لاندې دي، خو ۲۵ سلنه کسانو یې معلومات حقیقت ته نږدې بللي دي. د سروې له مخې، په هېواد کې د نشه يي توکو د زیات استعمال له راپورونو څخه ۹۰ سلنه پاکستانیان اندېښمن دي، په داسې حال کې چې ۶ سلنه کسانو دغه راپورونه غیر واقعي بللي دي.