اسلامآباد(ویب نیوز) وفاقي وزیر طارق فضل چوهدري ویلي چې د جنید اکبر له بیان وروسته تحریک انصاف ته د سیاسي فعالیتونو لپاره ورکړل شوی ګنجایش ختم شوی او اوس به د حکومت له خوا د زغم کچه صفر وي. نوموړي د جیو نیوز په «کېپیټل ټاک» خپرونه کې وویل چې د جنید اکبر له بیان څخه څرګنده شوې چې اسلامآباد ته د مارچ موخه د ده په وینا ګډوډي او وراني رامنځته کول دي. هغه وویل، که د محکمې پرېکړه هم نه وای شوې، اسلامآباد د یوې ډلې په واک کې نه شي پرېښودل کېدای، او د نیول شویو کسانو شمېر هم دومره زیات نه دی لکه تحریک انصاف یې بیانوي. طارق فضل چوهدري وویل چې د محکمې د حکم له مخې د تحریک انصاف بنسټګر ته درملنه برابره شوې او د روغتون ته د لېږد په اړه د حکومت دریځ محکمې ته وړاندې شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې د جنید اکبر د «سومنات» په اړه بیان حکومت ته ګټه رسولې، او د هغه په وینا په احتجاجي لاریونونو کې د مشرانو او د اسمبلۍ د غړو پر ځای عام کارکوونکي مخته راوستل کېږي.
