کوټه(وېب نیوز) د سریاب سړک اړوند د ګرین ټاون په سیمه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې د کرنې رئیس غلام سرور په ګډون دوه کسان وژل شوي دي. پولیس وايي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې پېښه ښايي د ځمکې د شخړې له امله رامنځته شوې وي، خو د پېښې په اړه لا هم تحقیقات روان دي. له پېښې وروسته وسله وال له سیمې تښتېدلي، پولیسو د پېښې ځای محاصره کړی، شواهد یې راټول کړي او مړي یې ملکي روغتون ته انتقال کړي دي، په داسې حال کې چې د تورنو د نیولو لپاره هڅې روانې دي.
