مقامی ۲۱ ستمبر ۲۰۲۶

د ولس باور به زیانمن نه کړو، شیخ زرک خان مندوخېل

کوټه(وېب نیوز) د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر او د بلوچستان اسمبلۍ غړي شیخ زرک خان مندوخېل ویلي چې ولس چې پر دوی کوم باور کړی، هغه به زیانمن نه کړي او خلکو ته د هغوی تر دروازو د اسانتیاوو د رسولو لړۍ پیل شوې چې پایلې یې هم خلکو ته رسېږي. نوموړي له بېلابېلو پلاوو سره په خبرو کې وویل چې د خلکو د ستونزو د معلومولو لپاره تل د ولس په منځ کې وي او په انتخاباتي حوزه کې به ډېر ژر د رغنیزو کارونو پیل وشي. هغه وویل چې د ولس د ستونزو هوارول د منتخب استازو مسؤولیت دی او اوسني وفاقي او صوبايي حکومتونه هم د خلکو د ستونزو د هواري او د بلوچستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره هڅې کوي. نوموړي وویل چې که بلوچستان پرمختګ وکړي، پاکستان به هم لا سوکاله شي او دی به د ولس د باور د ساتلو لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.