کوټه(ویب نیوز) د پټرولیم وفاقي وزیر علي پروېز ملک ویلي چې اوس مهال په هېواد کې د پټرولو کمښت نشته، خو که کمښت رامنځته شي، نو د یوه لیټر بیه تر ۱۰۰۰ روپیو پورې لوړېدای شي. نوموړي په لاهور کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په نړیوال بازار کې د تېلو بیه ۸۰ سلنه لوړه شوې، خو په پاکستان کې یې د دې په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. هغه وویل چې په ژمي کې به د ګاز کمښت ته اجازه ور نه کړل شي او د اړتیا په صورت کې به لا ډېر ګاز وارد شي. علي پروېز ملک زیاته کړه چې د بلدیاتي نظام او نویو اداري واحدونو په اړه به په اسمبلۍ کې بحث کېږي.
