کوټه(ویب نیوز) د خیبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهیل افریدي د علیمه خان د نیول کېدو په غبرګون کې وویل چې په پنجاب کې له ښځو سره روان چلند د پښتني او ټولنیزو دودونو خلاف دی. نوموړي د عليمه خان د درې اېم پي او له مخې نیول کېدل سیاسي انتقام وبلل او ویې ویل چې د ښځو او کورنیو په نښه کولو سره هېڅ نظریه نه شي ماتېدای. هغه وویل چې د چادر او څلور دېوالۍ حرمت له پامه غورځول کېږي او د عمران خان د خویندو او د کورنۍ د ښځینه غړو په نښه کول له سیاست او اخلاقو سره سمون نه لري. بلخوا د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفیع جان هم د عليمه خان نیول کېدل د پنجاب حکومت د وېرې نښه وبلله.
