پاکستان ۲۱ ستمبر ۲۰۲۶

له احتجاجونو او پرلتونو به هره ورځ ۱۲۰ میلیارده روپۍ زیان واوړي، د مالیې وزیر

کوټه(ویب نیوز) د پاکستان د مالیې وفاقي وزیر محمد اورنګزیب ویلي چې د پرلتونو، احتجاجونو او د سوداګریزو فعالیتونو د بندېدو له امله هېواد ته هره ورځ ۱۲۰ میلیارده روپۍ زیان اوښتلی شي، په داسې حال کې چې د اعتصابونو له امله د صادراتو ورځنی حجم تر ۵۰ سلنې پورې د کمېدو اندېښنه هم شته. نوموړي په اسلام‌اباد کې رسنیو ته وویل چې په اوسنیو شرایطو کې د لاریونونو، اعتصابونو او پرلتونو خبرې د پوهېدو وړ نه دي؛ اقتصادي ثبات د سختو پرېکړو له لارې رامنځته شوی او د اقتصادي پرمختګ دوام د ټولو ګډ مسؤلیت دی. هغه وویل ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي، ځکه د احتجاجونو او پرلتونو زیان به بالاخره پر بېوزلو خلکو اغېز وکړي. د مالیې وزیر په وینا، د هېواد د بهرنیو اسعارو زېرمې ۲۱.۴ میلیارده ډالرو ته رسېدلې، لګښتونه کمېږي او د روان حساب کسر پر ځای مازاد ثبت شوی دی.