پېښور(وېب نیوز) د وفاقي اطلاعاتو وزارت په وینا، په خیبر پښتونخوا کې د کوهاټ او هنګو په سیمو کې د سپټمبر په ۲۰مه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د عملیاتو پر مهال ۹ مشکوک خوارج وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي، په داسې حال کې چې له افغانستان سره په ګډه پوله کې د هوايي عملیاتو پر مهال د ځانمرګو بریدګرو د روزنې د مرکز په ګډون د ترهګرو درې مرکزونه ویجاړ او ۲۸ مشکوک ترهګر وژل شوي دي. د اطلاعاتو وزارت وايي، په عملیاتو کې د وسلو او مهماتو زېرمې هم له منځه وړل شوې او د ملکي وګړو د زیان د مخنیوي هڅه شوې ده. د وزارت په بیان کې ویل شوي چې پاکستان د افغان خاورې څخه د رامنځته کېدونکو امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه لري او له افغان طالبانو غواړي چې خپله خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره ونه کارول شي. د اطلاعاتو وزارت په وینا، د ملکي وګړو د ژوند او مال ساتنه د دولت لومړیتوب دی او د ترهګرۍ ضد عملیات به دوام ولري.
