کوټه(وېب نیوز) د بلوچستان د روغتیا صوبايي وزیر بخت محمد کاکړ ویلي چې پاکستان پیپلز ګوند فکري، سیاسي، ډیموکراتیک او نظرياتي ګوند دی چې تل یې د ولس د حقونو لپاره مبارزه کړې ده، موږ د شهید ذوالفقار علي بوټو او شهیدې بې نظیر بوټو د سیاسي نظریاتو پیروان یو او د ولس سره د شویو ژمنو د عملي کولو لپاره هڅې کوو. نوموړي له بېلابېلو پلاوو سره په خبرو کې وویل چې ولس پر دوی باور کړی او ایوان ته یې رسولی، نو د ولس باور به زیانمن نه کړي او د انتخاباتي کمپاین پر مهال شوې ژمنې عملي کوي. هغه وویل چې د روغتیا د محکمې ښه والی یې لومړیتوب دی، بې وزلو خلکو ته د وړیا درملو او غوره درملنې د برابرولو لپاره اقدامات کېږي او په دندو کې غفلت او بې پروايي به ونه زغمل شي، بلکې د غفلت کوونکو پر وړاندې به قانوني اقدام کېږي.
